IQNA

په هند کې د افراطي هندوانو په ضدپه لسګونو زره مسلمانانو مظاهره وکړه

16:23 - January 08, 2022
د خبر لمبر: 3485237
تهران (ایکنا) – دهندوستان په اوترپردیش صوبې کې په لسګونو زره خلکو د مسلمانانود وژلو په بلنې کې د افراطي هندو رهبرانو په څرګندونو باندې په اعتراض کې مظاهره وکړه .

ایکناخبری آژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړ، دهند د اوترپردیش صوبې په لسګونو زره مسلمانو مظاهره چیانو ، تیره میاشت د هندوانو په یوې مذهبی غونډې کې  چې زوړپالو او هندوانو او راهبانو  پکې ګډون کړی  او  دمسلمانانو دنابودولو غوښتنه ئې کړې  او خلکو ته ئې بلنه ورکړې وه چې  د  هندي مسلمانانو پر وژلو لاس پورې کړي ،سخت اعتراض وکړ.

راپورونه ښئ چې د افراطي هندوانو دغه غونډه تردرو ورځو پورې روانه وه او هندي پولیسو ورباندې سترګې پټې کړي او یا ئې هم  یوازې د دوي په ضد د ظاهري  دوسیو پر جوړولو بسنه کړې ده .

دافراطي هندوانو له دغې غونډې وروسته  د ملت داتحاد شورا بنسټګر مولانا توقیر رضا  په اوترپردیش صوبې پر مسلمانانو غږ کړی  چې ددغې افراطي  غونډې په کرکې اونفرت اچونکو  ویناوالو بانډې  په اعتراض کې دې  غونډه جوړه کړي .

 مولانا توقیر رضا دجمعې په ورځې  دغې سترې غونډې ته پخپلې وینا کې ووئیل ، مسلمانان به  هیڅکله هم له هندوانو سره جنګ   ونه کړي او  دغه نښتې او اخ وډب  د هیواد په ګټه نه  دی . هغه د  هغو ښي پالو  کمپاینونو ته اشاره کړې چې افراطي هندو فعالانو د مسلمانو ځوانانو او میرمنو په ضد  دلمسونکو څرګندونو له الرې بیان کړي دي .

په هندوستان کې د مسلمانانو ټول شمیر کابو دوه سوه میلیون نفوسو ته رسیږي .  

https://iqna.ir/fa/news/4026982

captcha